Pashto


کونګسبرګ ايډريټسريډ (کير)

( د کونګسبرګ ښاروالۍ د لوبو بورډ)

کير يوه شريکه ټوله ده چي په ښاروالۍ کښې د لوبو د کلوبونو نمائندګي کوي۔ د دې پام لرنه يو بورډ کوي چي د هغې غړې د مختلفو کلوبونو نه اغستل کيږي۔

د بورډ د غړو ټاکنه د هغوي کلوبونه کوي او مقصد يې په ښاروالۍ کښي د لوبو فعاليت لپاره د ممکنه ښه نه ښه حالاتو پيدا کولو لپاره کار کول دي۔  

په ۲۰۱۶ کښي په کونګسبرګ کښې د ۴۰ کلوبونو خواؤشا ۱۱۵۰۰ غړي وؤ۔

کير په Norges idrettsforbund ( نورګس اډريټسفوربنډ) کښي منظم شوي دې ( نارويجين اولمبک او پيرا اولمپک کميټه او د لوبو يو اتحاد (نيف) او د هغوي د ښوونې او قانون تعقيبول کوي۔ ۔

د دې د ټولو نه مهم کار د ښاروالۍ واک د سياستدانانو لوبو د کلوبونو او علاقائي اتحادونو په مرستې سره په عامه توګه د لوبو پرمختګ او نمائندګي ده۔

د سهولتونو ضرورت د کير او د ښاروالۍ او خير ښيګړې خذمتونو تر منځه منظم کيږې چرته چي روپئي ورکړۍ کيږي او د لوبو لپاره بجټ د ۴ کالو لپاره تعقيبول کيږي۔ “د ثقافت او سهولتونو تدبير”۔

د کونګسبرګ د لوبو کلوب د ماشومانو او بالغانو لپاره زړه راښکونکې لوبې وړاندي کوي۔ د دې سره سم دا مهم د سماجي اړيکو او دوستانه رابطو جوړولو ځايونه دي۔

په وزګار وخت کښې تشکيل شوي لوبو کښي ګډون کول د ماشومانو لپاره په خاصه توګه ضروري دي۔

ويب پاڼه: https://www.kongsbergidrettsrad.no/

مونږ په فيس بک خوښ کړۍ

https://www.facebook.com/Kongsberg-Idrettsr%C3%A5d-1072850909403416/?fref=ts